home page background
home page background
meditator

زمونږ طبي مرکز

هولسټک خدمات

تشخيصونه او موډلټيز
طبې جايزه  back to top
لمړۍ معائنه به يو ساعت وي چې زمونږ د دوو ډاکټرانو ځنې يو به يې کوي. ستاسو به بشپړه معائنه کيږي او ډاکټر چې تاسو لپاره کوم ټيسټونه مناسب وګڼي هغه به هم کولى شي.ډاکټران به ستاسو په مرسته ستاسو د شخصي اړتياؤ فيصله کوي او دې لړ کښې به يو لسټ مرتب کوي چې ستاسو دا اړتياوې په ښه ډول پوره کړى شي.
ميډريډين سټريس اسيسمنټ  back to top

biomeridian toolد يو موثره تجزياتي جز په توګه په ټوله نړۍ کښې استعمال شوى او منلى شوى ميريډين سټريس اسيسمنټ” ايم ايس اى” د بدنى سيستم د لارې په بيلابيلو ټاکلى شوو ځايونو د انرژۍ رواني معلوموي. بيلا بيل ميريډين “ ده انرجۍ لاری ” کوم چې ده ټول بدن احاطه کوې ، ده بدن ده بيلا بيلو ارګانانو سره مربوط کيږې . ده دې ميريډين سره ده خاص نکتو په اندزه لګولو موږ امکاني متاثره ځايونه معلوموو.

ددې تجزيې طاقت ددې د مريض نه ترلاسه شوو معلوماتو يو ځايې کول او د مريض لپاره د بهترين علاج غوره کولو کښې د ډاکټر مرسته کول دي.
د ژوندۍ وينې تجزيه  back to top

live blood on monitorد ګوتې نه د ژوندې وينې يوه قطره د خړ پس منظر مائيکروسکوپ په شيشه واچول شي. دا عمل د خړ پس منظر د پاسه وينې مختلف اجزا فوسفورسنټ کړي او په خليه کښې مختلف وجودونه او شکلونه څرګند کړي. دا ژوندو اجزاو له دا موقع ورکړې چې ده لايو ويډيو ده لارې وکتلې شې. معيارې ټسټونه ژوندۍ وينه په کار نه راولې او هم په دې وجه دا محدودشوې وې.

د وينې د سرو خلياؤ د معائنې سره مونږ بلعموم په خليه کښې د کيمياوي بدلونونو او په خاصه توګه د هاضمې د نظام په اړه ډيره څۀ ويلى شو. د وينې سپينو خلياؤ معائنې نه مونږ د مدافعت د نظام مطالعه کوو. او که بيماري د جسم د مدافعت ديوال ماتوي نو هم دمايکروبز ترتيب يې مونږ ته وايي.دا مونږ سره د وينې د بحالۍ او دداسې نورو مهمو عواملو ازمائنې کښې هم کومک کوي.
هوليسټک غذائي مشورې  back to top

زمونږ غذائي مشورې او علاج خليه کښې د انرژۍ پيدا کولو لپاره د کيمايې بدلونونو عمل په متوازنه توګه د بحالولو په غرض په ارګينيکي خوراکونو مشتمل وي. زمونږ د هوليسټک غذائيت او د روغتيا د زدکړې مقصد ترټولو غوره خواړۀ او د ژوند طريقه، چې د هر نفر لپاره بهتره وي، لټول دي.

مونږ يو خاص سافټ وير پروګرام هم پکار راولو کوم چې د خوراکونو تجزيه کوي او د مختلفو نيمګړتياؤ په اړه تفصيلي معلومات ورکوي.مقصد که د وزن کمول وي او که صحت مند کيدل، دا پروګرام تاسو ته موقعه درکوي چې د خپلو ضرورتونو سره سم خوراک د ځان لپاره وضعه کړىء.
دستنو په ذريعه علاج  back to top
acupunctureاکوپنکچر يا د ستنو په ذريعه علاج په جسم کښې د انرژۍ د تيريدو لاروته برقي شارټونه منظم کوي او ليږي کوم چې د مخصوصو اعضاؤ سره منسلک شي او د وجود په مختلفو عملونو اثر وکړي. اکوپنکچر د ګڼو بيماريانو لکه هاضمې، پريشانۍ، د ساه او روانۍ ستونزې، حساسيت يا الرجی، سردرد، د څټ او ملا درد او د جوړونو درد لپاره غوره علاج دى.
کوريو هينډ انرجيټک  back to top

koryoکوريوهينډ انرجيټکس د مالش او حرارت ورکولو يوه داسې طريقه ده چې يوازې په لاس عملي کيږي ولې په ټول وجود اثر کوي.

په لاسونو کښې د بدن د هرې برخې نمائنده يا د “عکس العمل” برخه موجوده وي. بيماري، درد او فشار نښې په لاسونو کښې د “حساسو ځايونو” په توګه وي. په دې تخنيکو د عمل کولو سره د بدن ده هرې برخې علاج هم کيدلى شي.ټول معلوم او د انرژۍ د تيريدو ځايونه هم په لاسونو کښې خپله نمائندګي لري.
اونډيمډ اينډ رج؛  back to top

ondamed treatmentاونډيمډ اينډ رج؛ يو اليکټروميګنيټک فريکوينسي ډيوائس دے کوم چې بايولوجيکل ستونزی عملي کيدونکو فيزيکي اصولو او طريقو د اليکټروميګنيټک انډکټيويټي د لارې تجزيه وړاندې کوي. دا په تيزۍ سره د بدن د ترجيحات کشف يا سکين کوي، په دې کښې د مداخلې ځايونه معلوموي او هم هغه وخت داسې فريکوينسي پريږدي کومه چې يو نفر ته د نارمل حالت ته راتلو لپاره پکار وي.

اونډيمډ اينډ رج؛ يو پراخه سسټم دے کوم چې د اواز او رنګ فريکوينسي يو ځايې کړي کومه چې د انساني احساساتو د حد نه بهر وي. اونډيمډ رج؛ علاج اخستو په وخت کيدے شي چې تاسو معمولي خارښ، پراخي احساس کړۍ يا کيدى شي چې هيڅ احساس نۀ کړىء. په دې کښې د ارامه او تازه وسيدو او په شفافه توګه د سوچ کولو راپور شته دى.
اير کينډلنګ  back to top

red lightsکولډ ليزر تهريپي د برقي څپو د لارې د علاج يوه برخه ده. په خاصه توګه دا د سور يا ورته رڼا د لارې د زخمونو د نرم بافتونو علاج او د تيز او مسلسل درد کښې د ارام لپاره عمل دے. کولډ ليزر تهيريپي يخ يا د ذيلي حرارت ليزر لائټ انرژي د بدن په خليو د بايو سټيموليټيو رڼا راوستو لپاره پکار راولي.

غير حرارتي ليزر لائټ انرژي دعصبونو او نرم بافتونو د زخم او مسلسل او زيات استعمال نه نارمل حالت ته راتلو کښې کومک سره علاج کوي. دې سهارې سره دا علاج اينټي انفليميټري او ايمونوسپورټيودواړو اثراتو سره تر پينځه اوويا فيصده تيزيدى شي.

کولډ ليزر تهيريپي يو داسې عمل راوړاندې کوي کوم چې درد، سوزى او پړسوب کم کړي ولې د انرژۍ پيداوار لپاره کيمايوي بدلونونو يا ميټابولزم، حرکت، او د بافتونو علاج کښې تيزي راولي.

دا علاج پينځه هفتې جاري وي، هره هفته درې ځلې کيږي او هر وار د ١٥ نه ٢٠ منټو پورې وخت اخلي.
باييوډينټيکل هارمون ده بدلون علاج  back to top
بايوډينټيکل هارمون ريپليسمنټ تهيريپي بايو ډينټکل هارمونز نه هغه کار اخلي د کوم لپاره چې يې ستاسو وجود پيدا کوي. د مصنوعي هارمونز په ضد چې زياتره د بلاربو اسپو د وړو بولو نه ترلاسه شوي وي بايوډينټيکل هارمونز د ونوبوټو لکه ځنګلې کچالو او سويابين نه ترلاسه کيږي او په عمل کښے د انساني هارمونز سره يو شان وي.که تاسواوس فعلاً ده هارمون ده بدلون علاج کوې يا ددې دا خيستو فکر کوىء نو مهرباني وکړىء د مشورې لپاره مونږ سره رابطه وکړىء.
ايکسير  back to top

exirايکسر په يو زوړ صوفي طريقه علاج باندې اډاڼه دى چې د تيرو ۱۴ سوه کالو نه روان دى. د علاج دا طريقه د وجود، جذباتو، د دماغو او روحاني اعتدال راوستو کښې کومک کوي. دا په ټولو مرضونو او د هر عمر خلقو لپاره کار کوي. خوا که مريض د هرې عقيدې پورې تعلق لري.

دا پروګرام د ټول صحت په تجزيې او علاج مشتمل دى. دا تهيريپي ۱۲ برخې لري چې انرژي تهيريپي، د رڼا تهيريپي، غوړ مالش، تصور او خاص مالش پکښې شامل دي کوم چې په وجود کښې د انرژۍ ۱۳ مهم مرکزونه متحرک کړي. مونږ په دې کښې ستاسو د وجود د ساخت مطابق يوه غذائي تجزيه او د ورزش او کړو وړو لپاره يوه کتابچه هم شامله کړو.
کرينيل سيکرل تهيريپي  back to top

cranial sacral therapyدا په ارامه او محدوده د لټولو د لارې علاج د خرابۍ د معلومولو، رغولو، اندازه کولو، د کرينيل سيکرل سيسټم محدودولو او ددماغو مرکزي سيسټم او د وجود نورو سيسټمونو ته ارامه حالت ته د تللو موقعې ورکولو لپاره استعماليږي.

دا طريقه د سيريبروسپائنل رطوبت د دماغو په ټول مرکزي سيسټم کښې په صحيح توګه روانۍ کښې مرسته کوي. کوم چې د خليې د پردې چې نروس سيسټم جوړوي، قدرتي حرکت بحال کړي په خاصه توګه د دماغو او سپائنل کارډ سره نزدې. ددې وجې نه په هډوکو او اعضاؤ پځايې په دغو پردو يا ممبرينس توجو راوړو.

کرينيل سيکرل ريليز د صحت د لويې شمير ناروغيو بدني جټکې او احساساتي ستونزو لپاره ګټه ور دى. دا د نيم سر درد، ټي ايم جے، د غوږ او پوزې انفيکشن، د ملا دهډوکی زخم، مسلسل ستړياوې او داسې نورو ډيرو تکليفونو کښې ښه والى راوستلى شي.
کلر پنکچر اينډ ټريډعلاج  back to top

په کلر پنکچر اينډ ټريډ کښې ده قدرتي علاج کومک او تيزولو لپاره د خليو ترمينځه رابطې بحالولو او/ يا تيزولو لپاره ده زياتو پريکونسيانو لائټ استعمالولى شي.

سائنسدانان اوس دا خبره معلوموي چې لائټ يا رنړا په حقيقت کښې يوه داسې لاره ده چې مونږ پرې د وجود بيلابيلو عملونو کښې خليو سره معامله کولى شو. کلر پنکچر علاج کښې د لاسي اکو لائټ مشين د لارې چې په خصوصي توګه د بدليدونکو د شيشو د راډونو نه جوړ وي چې د مرکوزونکې خلې نه د مختلف قسمه رنګونو رڼا په څرمن پريږدي. هر رنګ د مختلف ويولنتهـ فريکوينسۍ رڼا لري او دا رنګه د انرژۍ مختلفو څپو سره معامله کوي.

دا علاج د مختلفو نکتو په يوه لړۍ باندې مشتمل وي او تجويز شوي رنګونه پکښې استعمالولى شي. څرمن رڼا جذب کړي او دا د انرژۍ د تيريدو د لارونه وجود ته ډوبې شي او د خليو ترمينځه معامله او رابطه تنده کړي کوم چې علاج ته وده ورکوي.
اير کينډلنګ  back to top

ear candlingاير کينډلنګ کښې د سائنس د ساده اصولو پکارولو سره يوه د مينځ نه خالي شمعه، د غټې نچې غوندې، استعمالولى شي. د شمعې لمبه کله چې په صحيح توګه کيښودې شی يوه خلا جوړه وي کومه چې د غوږ نه موم ، فنجی يا چڼياسې ، مونيليا او دغسې نور ګندونه د غوږ نه بهر د شمعې بيخ ته راکاږي.

دا خلا د شمعې د لمبې د ګرمې او د خالې شمعې په وجود کښې د يخې هوا د وجې جوړ شوى دى. د غوږ د کندې او د شمعې د خالي وجود ترمنيځه حرکت او دباؤ د اسراع زياتيدو سره د هوا رواني جوړوي چې په نيتجه کښې يې خلا جوړه شي.

زياتره شمعې د سپين تار مسلن نه جوړې وي، ګرچاپيره ترينه پاک شوې پيراپين او / يا د مچو موم تاؤ وي.

 

 

‏ټول حقونه محفوظ لرې.‏ ‎©2007-08 M.T.O. Holistic Health Center®.