|
الټراوايلټ بلډ ايريډيشن
الټراوايلټ بلډ ايريډيشن د يو عمل لاندې د رګ نه وينه وباسي او د جراثيمو نه پاک يو بند بوتل کښې يې واچوي. د دغه بوتل نه د تيريدو په وخت وينه د ۶۰ سي سي په يو سرنج کښے د الټراوائلټ ، فوټوليمينيسنز رڼا نه تيريږي. دغه وينه واپس د بوتل د لارې رګ ته ځي. په دې عمل کښې استعماليدونکي ټول الات د جراثيمو نه پاک وي چې د استعمال نه پس ضايع کړل شي.
ددې علاج په ګټو کښې په وينه کښې د اکسيجن سيوا کيدل، د قوت مدافعت نظام قوي کيدل، د وينې نه جوړيدونکي انفيکشن پيدا کوونکي وايرسز او بيکټيريا کمزوري کول او د غير اهم چڼياسو او بيکټيريا د قوي کيدل ختمول شامل دي. دا علاج په تيزيی سره ده زهرو اڅر ختمولې شې.
د وايرس او بيکټيريا نه د انفيکش علاج کولو سره سره الټراوايلټ ايريډيشن يو شمير نورو حالتونو لکه د وينې کمزوري او ټيټ ګردان، الرجيانې، شوګر او د کينسر په شان ځنې حالتونو کښې هم ګټه مند دى. ددې نه علاوه دا د متعدي کيدو پرضد خصوصيات لري چې له کبله يې دا د ريوميټائډارتهريټيز دمې او د مسلسلې کمزورۍ اثراتو، اټوايمون ډيس ارډرز او فيبروميالجيا لپاره زيات ګټه ور دى.
د دمې لپاره محلول
دا په خاصه توګه ګندک سره حساسيت لرونکو او نورو د دمې مريضانو لپاره ګټۀ ور دى.
ميکيولر انفيوژن
دا انفيوژن د پټو د ختلو په رنځ اخته خلقو لپاره چې صلاحيت يې سيوا کړي لپاره دى.
ګلوټاتهيون انفيوژن
دا انفيوژن د دماغو بافتونو او دځيګراينې ډيټوکسيفيکيشن ته وده ورکوي او دماغو پورې تړلو يوشمير مشکلاتو علاج لپاره هم پکار راځي.
ګليسرهيزين انفيوژن
دا علاج د ځيګر نارغيو لکه زيړى، لپاره دى.
سی + ايم سی وټامن سی او سيزيم
دا انفيوژن په ډير زيات او مسلسل ايسيډوټيک حال لکه کينسر کښې استعماليږي.
وټامن سي او سيزيم د ټول سيسټم الکلينيټي زياتولوکښې ډير زيات اثرناک دى کوم چې په خاصه توګه د کينسر په علاج کښې چرته چې د خلياؤ ترمينځه ليولو ډير زيات تيزابي وي اهميت لري . وټامن سي او سيزيم د يواځينو پينځو شيانو نه دوه دي کوم چې د کينسر په سيل ممبرين کښې په اسانۍ سره تيريدى شي.
ليپوئک ايسيډ+ايم سي ټو
دا انفيوژن د هيپاټيک فيلئير، سيرهوسيز، هيپاټايټس علاج کوي او ځيګر ټولې کارکردګۍ بهترۍ لپاره هم کار کوي. دا د ځيګر کارکردګۍ نارمل کولو او ددې حالت ښه کولو لپاره هم ډير زيات اثرناک دى. په جرمني کښې د مريضانو د مطالعې مرکز دا د ځيګر د” بيا تعمير” لپاره رپورټوي.
پی اے ايل ټی : پرولاين ، ارجيناين ، ټايروساين
دا د رګ د لارې خوراک طريقه امينو ايسيډ باندې مشتمل دى کوم چې د ميټريکس ميټالوپروټيناز انهيبيټرز په ذريعه د بې قابو خلياتي د کثرت مخه نيسي.
پي ټي سي :فوسفيټيډائل چولائن
دا د يو شمير دماغي مسئلو علاج کوي، دا انفيوژن د دماغو بافت ته وده ورکوي او د ځيګر ډيټوکسيفيکيشن باقاعده کوي.
|