يو شمير سائنسدادان او ډاکټران يقين لري چې د صحت ګڼې مسئلې د اکسيجن د کمۍ له کبله وي. صحت مندې خليې د خپلو عملونو لپاره اکسيجن راکاږي يعني دوي ته د ژوندي پاتې کيدو لپاره د اکسيجن ضرورت وي. د بيکټيريا او وائرس غوندې غيرصحت مندي خليې اکسيجن نۀ اخلي مطلب دا چې دوي ته د ژوند پاتې کيدو لپاره د اکسيجن غيرموجودګي لازمي ده.
اوزون دتازه هوا يو قدرتي جز دى. دا د لمر د الټراوايلټ شعاګانو د لارې د زمکې پاسني ايټموسفئير کوم چې د حفاظت اوزون سطحه جوړوي سره او يا د اوزون جوړونکي د لارې په ساختګي توګه پيدا کيدلى شي.
د اوزون يو ماليکيول د اکسيجن په درې جوهرونو مشتمل وي ولې ددې مقابل د اکسيجن يو ماليکيول يوازې په دوو مشتمل وي. اوزون د اکسيجن شکل ته واپس اوړيد نه مخکښې مختصر ژوند لرونکى متحرک او غيرمستحکم ګيس دى. دا يو د ټولو نه زورور او تيز اکسيجن سره يوځايې کيدونکى دى چې انسان يې جوړولى شي.دا بيکټيريا، ډينګرۍ او ايسټ سپورز، قدرتي شيان او وايرسې اکسيجن سره يو ځايې کولى شي.
اوزون بيګنګ يو عمل دى چې په دې کښې اوزون او اکسيجن د هوا نه خالي يو بيګ کښې پمپ کولى شي کوم چې د علاج لپاره ټاکل شوي ځايې نه تاؤ وي. چې د جسم بافتونه دواړه جذب کړي. |